د ننګرهار ولایت سیمه ییز امنیتي چارواکي وایي چې د دغه ولایت پر محبس برید پای ته رسېدلی دی. د ننګرهار والي ویاند عطاالله خوګیاڼی وایي، په محبس او ورڅېرمه شرق پلازه کې داخل شوي اته برید کوونکي ترهګر وژل شوي او اوسمهال په دواړو سیمو کې د امنیتي ځواکونو له لورې چاڼیز عملیات دوام لري. د نوموړي په خبره، لومړني معلومات ښیي چې د پېښې پر مهال ۱۷۹۳ بندیان محبس کې وو، چې ۱۰۲۵ نفره یې د پولیسو او نورو ځواکونو له لورې د تېښتې پر مهال بېرته نیول شوي، څلور سوه دیرش نفره په محبس کې بند پاتې بندیان ژوندي ژغورل شوي، یو شمېر بندیان وژل شوي او ټپيان شوي هم دي او ځینې یې لادرکه دي چې په اړه به یې وروسته مالومات شریک شي. خوګیاڼي زیاته کړې چې په یاده پېښه کې تر دا مهاله ۲۹ تنه وژل شوي چې پکې ملکیان، امنیتي ځواکونه او بندیان شامل دي او په وینا یې دغه راز تر پنځوسو ډېر نور ټپيان شوي هم دي.
































