د عامې روغتیا وزارت په کونړ ولایت کې د پولیو مثبتې پېښې د ثبتېدو په اړه د «پاکستان روغتیا ملي انسټېټیوټ» ادعا رد کړې او ویلي یې دي چې په ۲۰۲۴م کال افغانستان کې د ماشومانو د ګوزڼ هېڅ مثبته پېښه نه ده ثبت شوې. د یاد وزارت سرپرست همداراز ویلي، چې هېواد کې د پولیو پېښو د تشخیص مرکز چارې وروستۍ شوي او په پام کې ده چې نږدې راتلونکې کې پرانیستل شي. د قلندر عباد په خبره، د یاد مرکز په پرانیستې سره به له دې وروسته د پولیو پېښو تشخیص د هېواد د ننه کیږي.
































