د لوګر د پوهنې ریاست چارواکي وایي، د ملګرو ملتونو ماشومانو ملاتړ صندوق له لوري په محمداغې او ازرې ولسوالیو کې ۲۳۸ نوي سیمهییز ټولګي پرانېستل کېږي. د یاد ولایت د پوهنې ریاست ویاند شاهپور عرب وايي، دغه سیمهییز ټولګي به په راتلونکي ۱۴۰۳ ښوونیز کال کې پرانېستل شي چې شاوخوا ۶زره نجونو او هلکانو ته به پکې له لومړي ټولګي څخه تر درېیم ټولګي د زدهکړو زمینه برابره شي. عرب زیاته کړه، ذکر شوي سیمهییز ټولګي به په هغو کلیو کې جوړ شي چې اوس یې نجونې او هلکان د بېلابېلو ستونزو له امله لیکلوست ته لاسرسی نهلري.
































