د افغاني سرې میاشتې رییس په افغانستان کې داندونیزیا سفیر بودي رحمت سوریا ساپوترا سره په کتنه کې ویلي، افغاني سره میاشت په پام کې لري، چې په کابل کې د زړه سوري ناروغانو د درملنې لپاره مجهز روغتون جوړ کړي. نوموړي په دې کتنه کې د افغان سرې میاشتې له لارې د افغانستان له اړمنو او بې سرپرسته کورنیو سره مرستې ګټورې بللې په خبره یې، افغاني سره میاشت د یوه ملي خیریه او خپلواک بنسټ په توکه د بشردوستانه مرستو رسولو کې په برخه کې فعالیت کوي او هیڅ ارګان يې په چارو کې لاسوهنه نه کوي. نوموړي ټینګار کړی چې د بین المللي بنسټونو مرستې په پوره روڼتیا اړمنو، بې سرپرسته او زیانمنو کورنیو ته رسوي. په دې کتنه کې د اندونیزیا سفیر له افغاني سرې میاشتې سره د لازیاتو مرستو د ورکړې ژمنه کړې ده.
































