د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام د روان ژمي په درشل کې ویلي چې په افغانسان کې کورنۍ اړ شوي چې له دوو ټاکنو یوه هغه وټاکي، یا خپلو ماشومانو ته خواړه پیدا کړي او یا یې هم ګرم وساتي. د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام نن پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي چې، په افغانستان کې ۱۰ میلیونه خلک د خوراکي توکو له مرستې بې برخې شوي دي. څو ورځې وړاندې د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پرورګرام ویلي و، چې لوږه یو نړیوال ناورین دی او دوی یې له پامه د غورځولو توان نه لري.
































