د میدان وردګو ولایت د کار او ټولنیزو چارو ریاست وایي، چې ۲۵۰ بې سرپرسته ماشومانو ته یې د زده کړو زمینه برابره کړې ده. مسوولین وايي، چې دغو ماشومانو ته د دیني زده کړو تر څنګ به د عصري علومو زده کړه هم ورکول کېږي. بلخوا بې سرپرسته ماشومان وايي، چې له دې وړاندې له ستونزو سره لاس او ګریوان وو. د یاد ریاست مسوولین زیاتوي، چې د دغه روزنتون لپاره نوملیکنه روانه ده او د مرکز سربېره د ټولو ولسوالیو بې سرپرسته ماشومان کولی شي، نوملیکنه وکړي. دوی وايي په راتلونکي کې به په نورو ولسوالیو کې هم دا ډول روزنتونونه جوړ شي.
































