د ټرانسپورټ او هوایي چلند وزارت د هوا پېژندنې ریاست په یو شمېر شمالي او ختیځو ولایتونو کې د واورې، تېز اورښت او له امله یې د سېلابونو د راوتلو وړاندوینه کړې ده. یاد وزارت په بدخشان، تخار، کندوز، بلخ، سمنګان، پروان، بغلان، پنجشېر، کاپیسا، لغمان او نورستان ولایتونو کې له ۱۵ تر ۴۰ سانتي مترو د نسبتا درنې واورې د ورېدو اټکل ورکړی دی. دغې ادارې ویلي، چې په بېلابېلو سیمو کې د اورښت کچه له ۱۰ تر ۳۰ ملي مترو پورې اټکل کېږي. د یادونې وړ ده، چې له تېرې ورځې راهیسې د هیواد په ۳۲ ولایتونو کې د واورې او بارانونو د اورښت څپه پیل شوې چې د هېواد په ډیری ولایتونو کې لومړنۍ ژمنۍ واورې پیل شوې دي.
































