د راپورونو له مخې د امریکا دفاع وزیر لویډ اوستین په اردن کې د امریکايي پوځیانو د مرګ ژوبلې په اړه د غبرګون په دوام پرون یوځل بیا ویلي، چې د خپلو سرتېرو غچ به واخلي. د امریکا دفاع وزارت یا پنټاګون د مالوماتو له مخې په دې حمله کې ۳ امریکايي سرتېري وژل شوي او لسګونه نور ټپیان شوي دي. لویډ اوستین په پنټاګون کې یوې غونډې ته د وینا پرمهال چې پوځ به دا ډول حملې بې ځوابه پرې نه ږدي او د امریکا او امریکايي سرتېرو د دفاع لپاره به لازم اقدامات ترسره کړي. تېره ورځ د امریکا ولسمشر جو بایډن ویلي و، چې امریکايي چارواکو ته خبر رسېدلی چې دا حمله د ایران له ملاتړ څخه د څو برخمنو وسله والو یوې ډلې ترسره کړې ده. بلخوا ایران بیا په دې حمله کې لاس لرل رد کړي دي او د امریکا دا تورونه یې بې بنسټه بللي دي.
































