د ملي مصالحې عالي شورا رییس عبدالله عبدالله یو ځل بیا هیله ښودلې ده چې په هېواد کې به تاوتریخوالی کم، دایمي اوربند ته زمینه برابره، بین الافغاني خبرې ژر پیل او جګړې ته د پای ټکی کېښودل شي. له یادې شورا خپرې شوې خبرپاڼه کې پر ننګرهار محبس شوی برید غندل شوی او زیاته شوې چې دغه ډول وحشیانه بریدونه د دوی حوصله نشي کمولی؛ بلکې لا ډېر به د هېواد د دښمنانو پر وړاندې سره منسجم او د سولې برخه کې خپلې هڅې چټکې کړي. خبرپاڼه کې له حکومت څخه غوښتنه شوې ده چې د پېښې هر اړخیزه څېړنه وکړي او پایلې یې له ولس شریکې کړي. په ورته وخت کې پخواني ولسمشر حامد کرزي هم دا برید غندلی او یو ځل بیا یې د جګړې پر ښکېلو غاړو غږ کړی دی چې د پردیو دسیسو ښکار نه شي او په هېواد کې د تلپاتې سولې لپاره روانې هڅې لا ګړندۍ کړي.
































