د افغانستان لپاره د ازبکستان او بریتانیا ځانګړو استازو په انلینلیدنه کې د افغانستان په اړه خبرې کړي دي. د ازبکستان بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د عصمتالله ارګاشېف او انډريو مکوبري ترمنځ په دغه لیدنه کې د افغانستان په اړه پر ګډو همکاریو او دوحه کې د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو راتلونکې میاشتې ناستې باندې خبرې شوي دي. دواړو لورو ویلي، چې د دوحې غونډه به د یو باثباته افغانستان لپاره د حل لارو موندلو او افغانانو ته د بشري مرستو چمتو کولو په برخو کې ګټوره وي.
































