د خوست ولایت باک ولسوالۍ غونډه میله سیمه کې د شمل خرم سيندیزې حوزې له لوري د ۲.۵ میلیونه افغانیو په ارزښت د ۳۰مترو په اوږدوالي سره د اوبو یو چکډېم د جوړولو چارې پیل شوې، چې په دوو میاشتو کې به بشپړې شي. د سیمې اوسېدونکي وايي خوښ دي، چې په سیمه کې یې د سرپرست حکومت له لوري پروژې پلې کېږي. دوی له سرپرست حکومت په دغه ولایت کې د ورته نورو پروژو د پلي کېدو غوښتنه لري. د معلوماتو له مخې د اوبو او انرژۍ وزارت له لوري د خوست ولایت لپاره ۱۸ چکډېمونه منظور شوي. بلخوا خوست ولایت ته د سرپرست حکومت سیاسي مرستیال د خپل سفر په ترڅ کې یوې غونډې ته ویلي، په راتلونکي کال کې به د هېواد ۴۰۰ ولسوالیو کې د اوبو ذخیره کولو چکډېمونه جوړ شي.
































