په کندهار ولایت کې د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر چتر لاندې د دې ولایت په ټولو ولسوالیو کې د یوه یوه چکډېم جوړېدو چارې عملا پیل شوې دي. یاد چکډېمونه د دغه ولایت په ټولو ۱۹ ولسوالیو کې د اوبو د ذخیره کولو په موخه جوړېږي. د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس فضل الباري فضلي وایي، په هر چکډېم درې ميلیونه افغانۍ لګښت راځي، چې د چارو په بشپړېدو سره به یې تر ځمکې لاندې اوبه غني او د سیمې خلکو د کروندو لپاره به اغېزمن ثابت شي. د کندهار ولایت مقام ویلي، چې د دې چکډېمونو د جوړېدو چارو پیل پر دوام تازه د ښکته شاه ولیکوټ ولسوالۍ په جرګې سیمه کې د یوه چکډېم جوړولو چارې پیل شوې. د یادو چکډېمونو د جوړونکي شرکت انجنیر وایي؛ دغه چکډېم چې ۱۳۰ متره اوږدوالی او ۸ متره سور لري او ۲۰ تنو ته په کې دکار زمینه برابره شوې، چې د جوړېدو چارې به یې د یوې نیمې میاشتې په موده کې پای ته ورسېږي.
































