د ملګرو ملتونو د ماشومانو ملاتړ صندوق یا یونیسف ویلي افغانستان لا هم د نړۍ په کچه پر چاودېدونکو توکو تر ټولو ډېر ککړ هېواد دی. یونیسف ویلي، په ۲۰۲۴ کال کې به ۳ میلیونه او ۶۰۰ زره افغان ماشومانو او ټولنو غړو ته د چاودېدونکو توکو په اړه پوهاوی ورکوي چې زده کړي څنګه له جګړو د پاتې شویو چاودېدونکو توکو څخه ځانونه وژغوري. د معلوماتو له مخې افغانستان د ناچاوده توکو له اړخه په نړۍ کې دویم خطرناکه هېواد دی چې په زیاته اندازه ناچاوده توکي یې لا هم د خلکو ژوند اخلي.
































