د امریکا په کلیفورنیا ایالت کې د نظامي تمرین پر مهال اته پوځیان وژل شوي دي. د امریکا د سمندري ځواکونو له لوري خپرې شوې خبرپاڼې له مخې، دا اته پوځیان چې د کلیفورنیا په جنوبي سیمه کې د نظامي تمرین پر مهال تري تم شوي وو اوس یې جسدونه په سمندر کې موندل شوي دي. خبرپاڼه کې تر دې ډېر جزیات نه دي ورکړل شوي خو ویل کېږي چې په دې تمریناتو کې د سمندري ځواک ۱۱۵ سرتېري، څلور کښتۍ او یوه بېړۍ شامله وه.
































