کرنې وزارت ویلي چې د لغمان په قرغه يي ولسوالۍ کې پر ۱۵۰ جریبه ځمکه د شفتالو د بڼونو جوړولو چارې پیل شوې. سرچینې زیاته کړې چې د هر جریب ځمکې لپاره ۱۰۰ نیالګي ځانګړي شوي چې په ټولیزه توګه به په ۱۵۰ جریبه ځمکه کې ۱۵ زره نیالګي کېنول شي. تېر کال په یاده ولسوالۍ کې پر ۲۰۰ جریبه ځمکه د لیمو بڼونه هم جوړ شوي دي.
































