د هلمند ولایتي چارواکي وايي، چې د یاد ولایت د واشېر ولسوالۍ د سیاپشتې اړوند په کره کان کلي کې یو چکډېم ګټې اخیستنې ته سپارل شوی دی. د مسوولینو په خبره یاد چکډېم د سېلابونو، د اوبو د کنټرول او د ځمکې لاندې د اوبو د تغذیې په موخه جوړشوی چې د جوړولو قرارداد یې د اوبو او انرژۍ وزارت له لوري د ۲ میلیونه ۴ سوه ۹۶ زره ۷۷۵ افغانیو په لګښت جوړ چې چارې یې د شاوخوا ۲ میاشتې په بهیر کې بشپړې شوې دي.
































