د غزني د اطلاعاتو او کلتور رییس ویلي، چې په روان لمریز کال کې شاوخوا ۳۰۰ ګرځندویان د غزني د تاریخي ځایونو د لیدنې لپاره دغه ولایت ته ورغلي دي. د نوموړي په خبره، دغه ولایت ته د دومره ګرځندویانو ورتګ بېساری دی. هغه زیاتوي چې د یادو ګرځندویانو ډېری هغه د جرمني، فرانسې، اېټالیا، روسیې او ایران هېوادونو وو او ځينې یې یوازې او ځینې هم له کورنیو سره دغه ولایت ته ورغلي دي. غزنی د هېواد یو تاریخي او لرغونی ولایت دی چې لسګونه تاریخي ځایونه لري او تل یې د ګرځندویانو پام ځان ته اړولی دی.
































