د بنګله دېش کرکټ غوره لیګ سیالیو په لړ کې افغان الراونډر عظمت الله عمرزي یو ځل بیا بهترینه لوبه ترسره کړه او خپله لوبډله یې تر بریا ورسوله. نوموړی نن یې د کومیلا ویکټورینز لوبډلې پر وړاندې بهترینه لوبه وکړه او د خپلې لوبډلې په ګټه یې د ۳ څلوریزو او ۲ هسکو شپږیزو پر مټ ۳۶ ناسوزېدلې منډې جوړې کړې. همدارنګه یې په څلور اورونو کې د ۳۱ منډو په ورکولو سره د سیالې لوبډلې ۲ مهم لوبغاړي وسوزل او د لوبې د غوره لوبغاړي جایزه یې وګټله.
































