د لوړو زده کړو سرپرست وزیر کندهار پوهنتون کې د ۲۵.۵میلیونو افغانیو په لګښت د سړک او ګلدانونو جوړولو پروژو پرانیسته وکړه. نوموړي ويلي چې د سرپرست حکومت له بیا واکمنېدو راهيسې یاد وزارت د علمي او تحصیلي مرکزونو د رغنیزو چارو، علمي برخو او نصاب ته ځانګړې پاملرنه کړې او لا هم ورته ژمن دی.
































