د عامې روغتیا سرپرست وزیر د ملګرو ملتونو د پرمختیايي پروګرام له استازې سره په لیدنه کې د ساري ناروغیو د مخنیوي پروګرامونو د پیاوړتیا په اړه خبرې کړې. قلندر عباد هېواد کې د ساري ناروغیو کنټرول او مخنیوی اړین بللی او ویلي یې دي، چې په دې برخه کې هڅې روانې دي. د ملګرو ملتونو د پرمختیايي پروګرام استازې یاده لیدنه کې په روغتیايي برخه کې د دې ادارې د همکاریو د دوام ډاډ ورکړی دی.
































