د میدان وردګو ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ ریاست وایي، په دایمیرداد ولسوالۍ کې د مخابراتي ستونزو د حل په موخه دوه سایټونه پرانیزي. د یادې ولسوالۍ اوسېدونکي وايي، د اړیکو ټینګولو په برخه کې له ډیرو ستونزو سره مخ دي. دوی وايي د ټلیفون کولو لپاره د لویو غرونو سرونو ته خیژي او زیاتوي، چې د یادو سایټونو په پرانیستلو سره به یې دا ستونې هوارې شي. د مسوولینو په خبره په راتلونکي کال کې د دغه ولایت په بېلابېلو ولسوالیو کې ۱۱ نوي سایټونه پرانیزي، چې له امله به یې د دغه ولایت د ډيری سیمو مکالماتي او انټرنیټي ستونزې راکمې شي.
































