د هرات له زلزله ځپلو سره د مرستو کمېسیون مسوولین وایي، چې د یاد ولایت زلزله ځپلو ته د کورونو د جوړولو او وېشلو پر دوام دا ځل تر ۵۰ زيات کورونه او دوه جامع جوماتونه د زنده جان ولسوالۍ د نایب رفیع کلي اوسېدونکو ته وسپارل شول. د هرات د اطلاعاتو او کلتور رييس او د هرات د زلزله ځپلو سره د مرستو کمېسیون وياند احمدالله متقي وايي چې د یادو کورونو او جوماتونه په جوړولو ۴۱ میلیونه افغانۍ لګښت راغلی دی.
































