د فراه د کلیو بیا رغونې او پراختیا ریاست مسوولینو په دغه ولایت کې د اوبو رسولو د یوې شبکې په جوړولو سره ۵۰۰ کورنیو ته د څښاک اوبو د برابرولو خبر ورکړی دی. د فراه د کلیو بیا رغونې او پراختیا ریاست مطبوعاتي مسوول محمد محمدي ویلي، چې دغه شبکه د یاد ولایت د بالابلوک ولسوالۍ په کنسک کلي کې د یونیسف دفتر په مالي ملاتړ د ۸،۸ میلیونه افغانیو په لګښت په ۶ میاشتو کې جوړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه. نوموړي زیاته کړه، چې دغه شبکه ۶۰ تختې سولرو، د ۱۱۰ مترو په ژورتیا یو څاه او د ۴۰ متره مکعبه پاکو اوبو په لرلو سره په یو وخت کې ۵۰۰ کورنیو ته د څاک اوبه برابروي.
































