د ترانسپورټ او هوايي چلند سرپرست وزیر نن په کابل کې د درېو خصوصي شرکتونو له مسوولینو سره د څه د څه باندې دوو میلیاردو افغانیو په ارزښت د درېو مهمو پروژو تړونونه لاسليک کړل. په دغو پروژو کې د هرات د ګذرې ولسوالۍ د مسافر وړونکي ترمنیل رغول، د فاریاب د اقینې د تیر پارک پروژې رغول او د کابل هوايي ډګر کې د تم خونې او پارکینګ رغول شامل دي. د سرپرست حکومت اقتصادي مرستیال په دې تړاو جوړه شوې غونډه کې دغه پروژې د معیاري ترانسپورټ د رامنځته کېدو او د دې برخې د پرمختګ په برخه کې مهمې بللې او له قراردادي شرکتونو یې غوښتي چې خپل کارونه په ښه کیفیت او ټاکلي وخت پای ته ورسوي.
































