د پکتیکا د کلیو بیا رغونې او پراختیا ریاست مسوولینو د یاد ولایت په مرکز ښرنه او مټاخان ولسوالۍ کې د یوې پروژې د بشپړېدو خبر ورکړی دی. د پکتیکا د کلیو بیا رغونې او پراختیا ریاست له لوري د یاد ولایت په مرکز او مټاخان ولسوالۍ کې د نوي ملکانو په کلي کې د ۹۸۸ زره ۴۴۶ افغانیو په لګښت د ۴،۵ کیلومترو په اوږدوالي د کلیوالي سړک او د ۶ مترو په اوږدوالي د استنادي دېوال د رغولو چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شول. د سیمې خلک د یادې پروژې په پلي کولو خوښ دي او له مسوولینو څخه د ورته پروژو د پلې کولو غوښتنه کوي.
































