د اوبو او انرژۍ سرپرست وزیر هرات په سفر کې د اطلاعاتو او کلتور وزارت د نشراتو له مرستیال او د هرات له مرستیال والي سره په کتنه کې ویلي چې د پاشدان بند پاتې چارې به په نږدې راتلونکي کې پيل شي. د پاشدان بند د هرات په کرخ ولسوالۍ کې موقعیت لري او د دغه ولایت له مهمو پروژو څخه دی. د دغه بند د کار په بشپړېدو سره به څه ناڅه ۱۸ زره هکتاره ځمکه خړوبه او دوه میګاواټه بریښنا به تولید شي. دا په داسې حال کې ده چې د دغه بند د جوړولو کار په ١٣٩٠ کال کې پيل شوى و او ټاکل شوې وه په دوو کلونو کې بشپړ شي، خو د بېلابېلو دلايلو له امله يې څو ځلې د جوړېدو چارې ځنډیدلې دي.
































