د سالنګونو د ساتنې او څارنې مسوولینو ویلي، چې دغه لویه لاره پرون ناوخته د توپان او واورې د اورښت له امله د هر ډول تګ راتګ پر مخ تړل شوې ده. د سالنګونو د ساتنې او څارنې مسوولینو دا هم ویلي، چې د دې لارې په ځینو برخو کې د واورې ښوېیدنې احتمال هم شته او د وضعیت تر عادي کېدو به تړلې وي. دغه راز مسوولینو له موټر چلوونکو او مسافرو غوښتي چې په دا ډول شرایطو کې دې د مسوولینو تر دویمې خبرتیا پورې په دې لاره له سفر کولو ډډه وکړي. د یادولو وړ ده، چې د سالنګ لویه لاره د ژمي په موسم کې ډېره ځله د واورین توفان له امله تړل کېږي.
































