د کار او ټولنیزو چارو وزارت مسوولینو خبر ورکړی، چې په پروان کې د لومړي ځل لپاره د بې سرپرسته نجونو، ښځو او هلکانو لپاره جلا – جلا دارالایتامونه او د حرفوي زده کړو یو مرکز جوړ شوی دی. په همدې موخه جوړو شویو مراسمو کې د کار او ټولنیزو چارو وزارت د ټولنیزو چارو معین ویلي، چې د هېواد د راتلونکي نسل لپاره د ښځینه او نارینه وو لپاره د دارالایتامونو جوړول یو معنوي ویاړ دی او دغه راز د یتیمانو پالنه یې یوه شرعي دنده بللې ده. په دې غونډې کې د یاد ولایت ځایي چارواکو دا هم ویلي، یتیم د ټولنې پر هر وګړي حق لري او موږ ټول باید د یتیمانو لاسنیوی وکړو. د مالوماتو له مخې په پروان ولایت کې د حرفوي زده کړو په نوي جوړ شوي مرکز کې د ګنډلو، موټر ترميم، نجارۍ او يو شمېر نورو مسلکونو اړوند زده کړې ورکول کېږي.
































