د کابل ښاروالۍ په خپله اېکس پاڼه په یوه لیکلي بیان کې ویلي، چې د ۱۱مې ناحیې اړوند ۲۷م ګذر خیرخانې مېنې سیمه کې یې د نږدې ۱۲ میلیونه افغانیو په لګښت یو فرعي سړک جوړ کړی دی. د کابل ښاروالۍ د پروژو او برنامو د تنظیم رئیس انجنیر میرالرحمن ناصري وایي، چې د کابل ښاروالۍ پروژې د متوازنې پراختیا او له ښاري آسانتیاوو څخه محرومو سیمو ته د پاملرنې په اساس ډیزاین او پلې کېږي. دغه فرعي سړک چې ۷۲۰ متره اوږدوالی او ۷ متره سور لري چې، د لښتیو په ګډون یې ټولې چارې د ۱۱.۷ میلیونه افغانیو په لګښت د ملګرو ملتونو د پروژوي خدمتونو د دفتر په مرسته، په دوو میاشتو کې بشپړې شوې دي.
































