کورنیو چارو وزارت وایي چې طالبانو د خپلو ژمنو پرخلاف د اختر ورځو کې ۳۸ ځله اوربند مات کړی دی. د یاد وزارت ویاند طارق ارین وایي، چې د اختر ورځو کې د هېواد په کچه د طالبانو تهاجمي او ترهګریزو بریدونو او دغه راز سړک غاړې ماین چاودنو له امله ۲۰ تنه وژل شوي او ۴۰ نور ټپیان دي. نوموړي زیاته کړې چې وژل شوي او ټپیان ټول ولسي وګړي دي. ارین وایي چې طالبانو په وار وار د محاربې د اصولو خلاف ګامونه پورته کړي دي. طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
































