د فراه ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست مسوولینو ویلي، چې په دغه ولایت کې نږدې ۲۰ زره بزګرانو ته د غنمو اصلاح شوي تخمونه او کیمیاوي سرې وېشل شوې دي. د یاد ولایت د کرنې ریاست مسوولین وایي، دغه مرستې د ملګرو متلونو د خوړو او کرنې ادارې په مالي ملاتړ د دې ولایت د مرکز سربېره په ټولو ولسوالیو کې پر ۱۹ زره ۵۸۰ مستحقو بزګرانو وېشل شوې دي. د مسوولینو په خبره یاد بزګران د سروې له مخې اړمن پېژندل شوی وو چې د مرستو تر څنګ ورته د کرکیلې اړوند لازمې لارښوونې هم شوي دي. د مالوماتو له مخې په دغو مرستو کې هر بزګر ته ۵۰ کیلو ګرامه د غنمو اصلاح شوی تخم ۵۰ کیلو توره کیمیاوي سره او ۵۰ کیلو سپینه سره ورکړل شوې ده.
































