د اروپایي کمېسیون مشر چارلز مېشل په خپله اېکس پاڼه لیکلي، چې د اروپایي ټولنې مشرانو په ګډې همغږۍ له اوکراین سره د ۵۰ میلیارده ایرو پر مرستې موافقه کړې ده. د اوکراین ولسمشرولادمیر زیلینسکي په ایکس پاڼه په یوه لیکلي بیان کې د اروپایي ټولنې د مشرانو دغه پرېکړه ډېره مهمه بللې او زیاته کړې یې ده، چې د دې ټولنې د ټولو ۲۷ غړیو د مشرانو له خوا دا پرېکړه یوځل بیا د دې ټولنې ټینګ یووالی ثابتوي. اوکراین په لوېدیځ کې له دغې جګړې د سیاسي ملاتړ د کمېدو د نښو په ترڅ کې مالي او پوځي مرستو ته ډېره اړتیا لري. د یادولو وړ ده، چې د اوکراین او روسیې ترمنځ د جګړو کابو دوه کاله کیږي او لا هم روانې دي.
































