د لوګر د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ ریاست چارواکي وايي، چې د دغه ولایت په لرې پرتو ولسوالیو ازرې، خوښۍ او برهکي برک کې څلور نوي مخابراتي او انټرنټې سایټونه پرانېستل کېږي. د لوګر د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ ریاست رییس مطېعالله عابد وویل، په لرې پرتو ولسوالیو او کلیو کې د ټلیفوني او انټرنټې ستونزو لرېکېدو په موخه د افغان ټیلي کام څلور نوي سایټونه پرانېستل کېږي. هغه زیاته کړه، یاد سايټونه د لوګر د خلکو په وړاندیز د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ ریاست له لوري د افغان ټیلي کام ادارې په مالي لګښت جوړېږي چې له پرانیستې سره به یې زرګونه کورنۍ له انټرنټي او ټلیفوني خدماتو برخمنې شي.
































