کابل ښاروالۍ د لومړۍ ناحیې اړوند له سپاهي ګمنام څلور لارېڅخه تر پل خشتي پورې د ځمکې لاندې د یوه مارکېټ جوړولو چارې پيل کړې. کابل ښاروالۍ ویلي، چې دغه مارکېټ د اقتصادي ودې او په دغه سیمه د ګڼه ګوڼې د کمېدو په موخه د کابل ښاروالۍ له خوا د خصوصي سکټور په ګډون جوړېږي. د کابل ښار د لومړۍ ناحیې رییس محمد عالم عاصم ویلي، چې په لومړي قدم کې به د دې ځای خاوره په لابراتوار کې ټیست او وروسته به په سیمه کې د کېندلو چارې ترسره او بل پړاو کې به د ډیزاین له مخې، په عصري او معیاري ډول د ځمکې لاندې مارکېټ د هټیو او پلو لارو جوړول پیل شي. عاصم دا نه دي ویلي چې پر دې پروژې څومره لګښت راځي.
































