د کرکټ اسیايي شورا پرېکړه وکړه چې د افغانستان کرکټ بورډ ته د نورو کرکټ بورډونو هومره بودجه ورکړي. د افغانستان کرکټ بورډ پرون په دې اړه پر خپله فیسبوکپاڼه لیکلي، چې د کرکټ اسیايي شورا دا پرېکړه په خپله کلنۍ غونډه کې، چې د افغانستان د کرکټ بورډ عمومي ريیس میرویس اشرف هم پکې ګډون کړی و، وکړه. د دې پرېکړې پر اساس، له دې وروسته به د افغانستان کرکټ بورډ ته د هند، پاکستان، سریلانکا او بنګله دېش د کرکټ بورډونو په اندازه بودجه ورکول کېږي. کرکټ بورډ نه دي ویلي چې اسیايي شورا د غړیو هیوادونو کرکټ بورډونو ته څومره بودجه ورکوي.
































