د امریکا د حکومت په هغه راپور کې چې پرون خپور شو، ویل شوي چې پاکستان په تېرو څلورو میاشتو کې یو شمېر هغه افغانان افغانستان ته بېرته استولي چې ټاکل شوې وه امریکا ته ولېږدول شي. د واشنګټن ټایمز ورځپاڼې د راپور له مخې، سیګار په دې اړه د خپل راپور په نتیجه کې څرګنده کړې چې ګڼ شمېر داسې افغانان، چې په افغانستان کې یې له امریکایانو سره کار کړی و او ټاکل شوې وه چې امریکا ته وغوښتل شي، په تېرو څلورو میاشتو کې له پاکستان څخه بېرته افغانستان ته استول شوي دي.
































