په بدخشان ولایت کې د زیاتې واورې اورېدو او برف کوچ له کبله د څو ولسوالیو ترمنځ لارې بندې شوي دي. د بدخشان ولایتي چارواکو ویلي، چې د برف کوچ له کبله لږترلږه ۲۰۰ ونې چپه شوي او د شغنان او دروازونو د ولسوالیو ترمنځ لارې بندې شوي دي. د بدخشان په شان د افغانستان په غرنیو ولایتونو کې عموماً د واورو له ورېدو وروسته برف کوچونه راځي او لارې بندېږي. د سالنګ لاره، چې د زیاتې واورې د اورېدو له کبله وړمه ورځ بنده شوې وه، پرون سهار بېرته پرانیستل شوه.
































