د پاکستان د بهرنیو چارو لنډ مهاله وزیر جلیل عباس جیلاني د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې له ځانګړي استازي توماس نېکلسون سره لیدلي او د سیمې پر روانو حالاتو یې ورسره خبرې کړې دي. د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې دواړه خواوې په سیمه کې د روانو حالاتو تر څنګ د سولې په ټیګښت او سیمهییز امنیت هم سره غږېدلي دي. عباس جیلاني په دې کتنه کې د دواړو خواوو تر څنګ پر دوامدارې مرستې او همکارۍ ټینګار کړی او له اروپايي ټولنې یې غوښتي، چې په سیمه کې د روانو حالاتو په کابو کولو کې باید د هغو خواوو لاسنیوی وشي، چې نن سبا په سیمه کې د سولې او ټیکاو په راوستلو کې ښکېلې دي.
































