د امریکا د فلورېډا ایالت کلیر واټر ښارګوټي په یوه پارک کې الوتکه غورځېدلې ده. سي اېن اېن ټلویزیون د امریکايي چارواکو له قوله ویلي، چې په دې پېښه کې د پارک شاوخوا ګرځنده کورونه سوځېدلي دي. تر اوسه د دې الوتکې د لوېدو پېښې د مرګ ژوبلې دقیق ارقام نه دي خپاره شوي؛ خو یاده امریکايي رسنۍ وايي، چې څو کسان په دې پېښه کې مړه شوي دي. په خپرو شويو انځورونو کې لیدل کېږي، چې یاد پارک کې لویه اور لګېدنه او ویجاړي رامنځته شوې ده. د امریکا هوايي چلند فدرالي ادارې ویلي، چې د الوتکې له لوېدو وړاندې د دې الوتکې په انجن کې ستونزه پیدا شوې وه او د لوېدو لامل یې یاده ستونزه وه.
































