د امریکا حکومت پرون د هند سمندري امنیت د خوندیتوب او څار لپاره په نوي ډیلي باندې د څلور میلیارد ډالرو په ارزښت د بې پیلوټه الوتکو او پوځي تجهیزاتو پېرودل تایید کړل. د اسوشیتډپرس اژانس وایي چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د ۳.۹۹ میلیارد ډالرو د دغې معاملې په اړه کانګرس ته خبر ورکړی دی. په دغه تړون کې د سکای ګارډین په نوم ۳۱ بې پیلوته الوتکې، د هیلفایر په نوم ۱۷۰ میزایلونه، ۳۱۰ کوچني اندازه بمونه او نور مرتبط مواد شامل دي. د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په یوې اعلامیې کې ویلي دي چې دا معامله به «د امریکا او هند د ستراتیژیک مشارکت په قوي کولو» سره به د متحدو ایالتونو د «بهرنۍ تګلارې او ملي امنیت د اهدافو ملا» وتړي.
































