د کېنیا چارواکو اعلان کړی، چې د ګازو په یوه شرکت کې د چاودنې له امله دوه تنه وژل شوي او تر ۲۲۲ ډېر ټپیان دي. د کېنیا د حکومت ویاند وایي، دغه چاودنه تېره شپه په نایروبي ښار کې شوې چې د دغه شرکت ودانۍ یې سخته ویجاړه کړې ده. د اسحاق مواورا په وینا، د دغې چاودنې له امله د لګېدلي اور لمبې نورو سوداګریزو سیمو او استوګنځایونه ته هم رسېدلې دي. د کېنیا سره صلیب ویلي، چې ژغورونکې ډلې ۲۷۱ کسان روغتونونو ته لېږدولي دي.
































