د بشري حقونو فعال بنسټونه وایي حکومت دې د بهرنیو ځواکونو له لوري د عامو افغانانو د وژلو قضیې په جدي توګه وڅېړي. د افغانستان د بشري حقونو د سازمان مشر لعل ګل لعل وایي برېتانوي رسنۍ وایي چې برېتانوي ځواکونو په افغانستان کې په قصدي توګه عام افغانان وژل چې افغان حکومت باید ددې مسئلې په اړه پټه خوله نه وي. بلخوا د افغانستان د بشري حقونو د خپلواک کمیسیون مرستیال نعیم نظري بیا وایي افغان حکومت په دغه ډول مواردو کې خورا کمزوری چلند کوي. دده په خبره په افغانستان کې محاکمو او حکومت تر اوسه هېڅ داسې قضیه نه ده پلټلې چې په هغه کې د بهرنیانو له لوري د ملکي افغانانو وژل څېړل شوي وي. نوموړی پر حکومت غږ کوي چې د نړیوالو مراجعو له لارې د خپلو بېګناه وژل شوو افغانانو حق وغواړي. بلخوا د بهرنیو چارو وزارت بیا وایي چې د برېتانوي ځواکونو په اړه وروستي خپاره شوي راپورونه تعقیبوي او معلومات به له خپلو خلکو سره شریکوي.
































