امریکا غږ د راپور پر بنسټ، امریکا غواړي په افغانستان کې د احتیاط په پام کې نیولو سره د خپلو کونسلګریو د بېرته پرانېستل کېدو په اړه غور وکړي. امریکا غږ دغه خبر د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د یوه نوي سند د جزیاتو پر بنسټ خپور کړی دی. د راپور له مخې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په نوې تګلاره کې چې د ۲۰۲۳ کال په اکټوبر میاشت کې لاسلیک شوې، د کونسلګري خدمتونو ته د خلکو د لاسرسي ملاتړ او د دوهاړخیزو اړیکو پر اړتیا ټینګار شوی دی. امریکا په افغانستان کې د تېر حکومت تر پرځېدو وروسته، خپل سفارت وتاړه او دا مهال له دوحې څخه خپلې چارې پر مخ بیایي.
































