د سرپرست حکومت اداري مرستيال، د هېواد له يو شمېر ډاکټرانو او متخصصينو سره په کتنه کې، ويلي چې د هېواد روغتيايي سيستم پراخو اصلاحاتو ته اړتيا لري. په دې کتنه کې چې د طبي شورا عمومي رییس ويلي چې اوسمهال د هېواد په هره برخه کې کافي متخصص ډاکټران شته او هغوی ته د پاملرنې او امکاناتو ترڅنګ د پرمختللو طبي وسایلو برابرولو په صورت کې، کولی شي په بېلابېلو برخو کې د ناروغانو ستونزو ته ځواب ووايي او د درملنې لپاره بهر ته د هېوادوالو د سفر مخنيوی وکړي. هغوی دغه راز د سرپرست حکومت له چارواکو څخه غوښتي چې د متخصصو ډاکټرانو روزنې، د معياري طبي وسایلو برابرولو او په ټول هېواد کې د روغتيايي مرکزونو پراختيا ته پاملرنه وکړي.
































