په میدان وردګو كې د يوې ترافيكي پېښې له امله درې تنه مړه شوي او درې نور ټپيان دي. دا پېښه نن سهار د سیداباد ولسوالۍ په عزیز کلا سیمه کې رامنځته شوې ده. پېښه د یوې کرولا او ۵۸۰ ډوله مسافر وړونکي موټرو د ټکر له امله رامنځته شوې ده. د دغې پېښې ټپيان د غزني ولايتي روغتون ته لېږدول شوي دي. د موټرچلوونکو بې احتیاطي او د موټرو ډېره چټکتیا د دې پېښې د رامنځته کېدو لامل په ګوته شوی دی. دا په داسې حال کې ده چې دوې ورځې وړاندې هم د دې ولسوالۍ په شنیز سیمه کې د یوې ترافیکي پېښې له امله ۹ کسان ټپیان شوي وو.
































