په افغانستان کې د اختر په مناسبت درې ورځنی اوربند باید وغځول شي. په کابل کې د امریکا یوه پخواني سفیر جیمز کنینګهم ویلي ددې وخت دی چې د سولې لپاره د باور فضا پیاوړې شي نو د همدې فضا د پیاوړتیا لپاره اوربند تر ټولو ښه لاره ده. هغه ویلي طالبان باید پر هوکړه عمل وکړي، تاوتریخوالی کم کړي او د سولې لپاره دې د زندانیانو پر خلاصون ټینګار نه کوي. دده په وینا طالبانو له هوکړې دا سرغړونه هم کړې ده چې تر دې دمه یې له نړیوالو ترهګرو ډلو سره اړیکې نه دي پرې کړې. هغه ویلي هدف باید سوله وي نه د زندانیانو خوشي کېدل. د کنینګهم په وینا واقعي سولې ته د رسېدو لپاره باید طالبان او افغان حکومت ګامونه اوچت کړي او د بین الافغاني خبرو په لړ کې بیا د هغو زندانیانو پر خلاصون هم د قوانینو په رڼا کې بحث کولی شي چې په جنایي جرمونو ککړ دي.
































