سرپرست حکومت په تېره یوه میاشت کې له ایران او پاکستانه د څه کم ۱۰۰ زره کډوالو د راستنېدو خبر ورکوي. د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت ویاند وايي، په تېره یوه میاشت کې شاوخوا ۹۸ زره افغانان چې ډېره برخه یې له پاکستان او ایران څخه په جبري ډول ایستل شوي کډوال دي هېواد ته راستانه شوي. د ملګروملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر یا اوچا پرون په خپل تازه راپور کې وویل، پاکستان د جنورۍ ترپایه شاوخوا پنځه لکه افغانان چې ۶۰ سلنه یې له ۱۸ کلونو کم عمره یا واړه ماشومان دي له خپلې خاورې ایستلي دي.
































