په سرپل ولایت کې یوې مېرمنې د غالۍ اوبدلو د یوې لویې کارګاه په جوړولو سره ۲۰۰ ښځو ته د کار زمینه برابره کړې ده. د یادې کارخونې مسووله وايي، د دې کارګاه د جوړولو څخه یې موخه د صنعت وده او د هغو ښځو ملاتړ دی چې د خپلو کورنیو د پالنې مسوولیت لري. نوموړې ویلي، چې دمګړۍ دې کارګاه کې لسګونه ښځې او نجونې کار کوي، خو که يې ملاتړ وشي، کولی شي نورو ښځو او نجونو ته هم د کار زمینه برابره کړي.
































