د بغلان ولایتي چارواکو ویلي، چې نن سهار د سالنګ لویه لاره د واورې د اورښت او سخت توپان له کبله د موټرو پرمخ تړل شوې. د دغه ولایت امنیې قومندانۍ له خلکو او موټر چلوونکو چې په دې لاره تګ راتګ کوي، غوښتنه کړې، چې تر راتلونکي اعلان پورې دې انتظار وکړي. دا په داسې حال کې ده، چې په هېواد کې د واورو او بارانونو نوې څپې په پیل سره د سالنګ لویې لارې په ګډون د هېواد یو شمېر نورې لارې هم د ترافیکو پر مخ تړل شوې دي.
































