د ټرمپ د ملي امنیت پخواني سلاکار جان بولټن تازه په یوه مرکه کې ویلي هېڅوک نه پوهېږي چې ټرمپ به د خپل حکومت په دویمه دوره کې څه وکړي. دده په وینا یو پلان یې دا دی چې غواړي امریکا د شمالي اتلانتیک یا ناټو له تړون وباسي. دده په خبره له همدې امله اروپایي هېوادونو ته په کار ده چې د ټرمپ پر ځای د امریکا له کانګریس سره اړیکې پیاوړې کړي. هغه وایي که ټرمپ پرېکړه وکړي چې له تړون وځي نو کانګریس او استازي یې باید مخالفت وکړي او اروپا دې هم په دې اړه خپل تیاری ولري. ټرمپ تر دې وړاندې پخپله هم خبرداری ورکړی و چې که اروپايي هېوادونه له ناټو سره خپلې مالي مرستې ډېرې نه کړي نو امریکا له دغه تړون وځي. اوس بولټن وایي که ټرمپ دویم ځل په امریکا کې واک ته رسېږي نو ښايي ناټو تړون مات کړي او امریکا ترې وباسي.
































